
د ایکنا د راپور له مخې، چې د «البطولة» له قوله ئې خپور کړی راغلي دي ، د عراق د فوټبال فیډریشن په یوه سمبولیک او معناداره اقدام کې له فیفا سره رسمي مشورې پیل کړې دي څو د نړیوال جام د سیالیو ترڅنګ د خپل ملت فرهنګي او مذهبي پیغام هم نړیوالو ته ورسوي.
د اعلان شوي مهالویش له مخې، د عراق د فوټبال ملي لوبډلې او د سینیګال د فوټبال ملي لوبډلې ترمنځ مهمه لوبه د حضرت امام حسین(ع) د شهادت له شپې سره برابره شوې ده.
له همدې امله، د عراق د فوټبال فیډریشن فیفا ته رسمي غوښتنلیک استولی او غوښتنه ئې ترې کړې چې په دې ځانګړې لوبې کې د لوبډلې د درېیم لباس، یعنې تور رنګ جرسي، د اغوستلو اجازت ورکړل شي.
عراقي چارواکي وایي چې دا پرېکړه د حسيني شعائرو د درناوي او د ماتم د شپو ورځو د احترام لپاره شوې ده. دغه اقدام د سیمې په رسنیو کې پراخ انعکاس موندلی دی.
اوس به دا څرګنده شي چې فیفا، چې د لوبډلو د تجهیزاتو او لباسونو په اړه سخت قوانین لري، د دې فرهنګي او عاطفي غوښتنې په وړاندې څه ډول دریځ غوره کوي؛ داسې غوښتنه چې د عراق د خلکو د ملي او مذهبي هویت او ارادت نښه بلل کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4356712